سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په لوګر ولایت کې برمته کړي، څلور تنه قومي مشران بېرته خوشي کړي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو دوه میاشتې وړاندې د ازرې ولسوالۍ څلور تنه قومي مشران برمته کړي وو، چې تېره ورځ بېرته خوشي شوي دي.
دغه قومي مشران له حکومت سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا نیول شوي، خو د ازرې ولسوال حمیدالله حمید وايي، هغوی تېره ورځ خوشي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
دغه څلور تنه قومي مشران عبدالستار، میرغوث الدین، عبدالهادي او حیات نومېږي، چې د ازرې ولسوالۍ د اکبر خېلو د سیمې اوسېدونکي دي.
د ازرې ولسوال زیاتوي، چې یاد قومي مشران د کومې معاملې پر اساس نه بلکې، د قومي شرانو په هلو ځلو راخوشي کړي دي.
خو د لوګر د ولایتي شورا غړي عبدالولي وکیل ویلي، چې د دې قومي مشرانو د خلاصون په بدل کې طالبانو ته یو میلیون افغانۍ ورکړل شوې دي.
هغه دا هم ویلي، چې طالبانو دغه راز د یادې سیمې پر خلکو شرط ایښی، چې د ملي اردو، ملي پولیسو او سیمه ییزه پولیسو له لیکو څخه دې خپل ځوانان راوباسي.
جمهورآژانس:لوګر