۰

ښايي د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکی کال هم ونه شي

شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۵۳
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس اما محمد وریماچ وايي، ښايي د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې راتلونکی کال هم ونه شي.
ښايي د ولسي جرګې ټاکنې راتلونکی کال هم ونه شي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشا رییس اما محمد وریماچ وايي، ښايي د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکنې راتلونکی کال هم ونه شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو د نه تر سره کېدو لامل په ټاکنو کې د کارېدونکې ټکنالوژۍ د بڼې او مشخصاتو ژر نه معلومېدل په ګوته کړي.
وریماچ ویلي، که په ټاکنو کې د کارېدونکې ټکنالوژۍ بڼه او مشخصات ژر معلوم نه شي او د ټاکنو د چمتوالي لومړي کارونه همداسې روانې وي، نو په ۱۳۹۶ کال کې به هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ونه شي.
نوموړي زیاته کړې، د دوی تخنیکي څيړنې او معلومات ښيي چې په دې برخه کې ستونزې ډيرې دي او د ټاکنو کمېسیون ته په کار ده چې په دې اړه خپلې پرېکړې پر وخت او زر وکړي.
وریماچ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د ټاکنو کميسیون په نېږدې راتلونکې کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نيټې د اعلان کولو خبر ورکړی دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین