۰

کابل ښار کې غلو دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۴۳
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل ښار کې یوې ډلې غلو د یوه پولیس په ګډون دریو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
کابل ښار کې غلو دریو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
امنیتي چارواکي وايي، پلازمېنه کابل ښار کې یوې ډلې غلو د یوه پولیس په ګډون دریو تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قومانداني زیاتوي، چې پېښه تېره ورځ د ښار په ۱۷ امنیتي حوزه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قومانداني ویاند بصیر مجاهد وايي، غلو د پولیسو په یو چک پاینټ یا تلاشۍ پر ځای خپل موټر ونه دراوه او سم لاسي یې ډزې پیل کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د غلو په ډزو یو تن ملګي وګړی وژل شوی، یو پولیس او یو ملکي وګړی ټپیان شوي، چې دا مهال تر درملنې لاندې او روغتیايي حالت یې ښه دی.
دی زیاتوي، چې د غلو دغه ډله له دې سیمې تر تېښتې وروسته د ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې د پولیسو له لوري کلابند شوي و، خو وروسته له هغې ځایه هم په تېښته بریالي شوي دي.
مجاهد ویلي، چې له غلو څخه په سیمه کې یو فرونر موټر هم پاتې شوی، غله پېژندل شوي او د نیولو هڅې یې روانې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین