۰

خوست کې موټر بم برید ۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

شنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۷
پوځي چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې د یوې امنیتي پوستې شپږ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خوست کې موټر بم برید ۶ سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې
پوځي چارواکي وايي، په خوست ولایت کې د یوه موټر بم ځانمرګي برید په ترڅ کې د یوې امنیتي پوستې شپږ تنو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ سهار شاوخوا شپږ بلجې د خوست ولایت په صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي دي.
په خوست کې د تندر قول اردو د اولې لوا قوماندان جنرال ناصر هدایت وايي، برید د یوې امنیتي پوستې پر سرتېرو شوی، چې له امله یې یو سرتېری وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، چې دغه پوسته د ملي اردو وه، که د ملي او یا هم سیمه ییزه پولیسو.
په ورته وخت کې د سیمې خلک وایي، په دغه موټر بم برید کې ۱۶ تنه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د سیمې د خلکو په وینا، چې د ځینو کورنو ښيښې ماتې شوې او دېوالونه یې زیانمن شوي دي.
تر اوسه د دغه برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورآژانس:خوست
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین