۰

د طالبانو یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی دی

چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۲
طالبانو ته یوه نژدې سرچینه وايي، د دې ډلې یو شمېر خوابدي مشران د دوهم ځل لپاره د عمرې په نوم سعودي عربستان ته تللي څو د افغانستان په سوله کې د دغه هیواد د رول غوښتنه وکړي.
د طالبانو یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی دی
طالبانو ته یوه نژدې سرچینه وايي، د دې ډلې یو شمېر خوابدي مشران د دوهم ځل لپاره د عمرې په نوم سعودي عربستان ته تللي څو د افغانستان په سوله کې د دغه هیواد د رول غوښتنه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د طالبانو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط تاند ویب پاڼې ته ویلي، چې سعودي ته د تللي طالب پلاوي مشري عبدالرحمن زاهد کوي.
دغه سرچینې زیاته کړې، چې له زاهد سره په پلاوي کې مولوي مسلم حقاني، ملا نصرالله مولوي احمد رباني او شیخ نطر محمد رباني هم شاملي دي.
یادې سرچینې ویلي، چې تللی پلاوی نه په ملا محمد رسول اخوند پورې اړه لري او نه هم د طیب آغا په دلې پورې بلکې د ملا هبته االله اخوندزاده د ډې مخکښ غړي دي.
سرچینې سعودي عربستان ته د دې ډلې د سفر هدف د سعودي شیخانو په منځکړتوب د افغانستان د سولې له شورا سره خبرې بللې دي.
خو د طالبانو رسمي ویندویانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین