۱

پاکستان خپل پوځ ته په افغان خاوره کې د عملیاتو امر کړی دی

چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۹
د پاکستان د خزانې وزیر اسحق دا وايي، پاکستاني پوځ ته په افغانستان کې د ننه د ترهګرو پر ضد د عملیاتو امر ورکړل شوی دی.
پاکستان خپل پوځ ته په افغان خاوره کې د عملیاتو امر کړی دی
د پاکستان د خزانې وزیر اسحق دا وايي، پاکستاني پوځ ته په افغانستان کې د ننه د ترهګرو پر ضد د عملیاتو امر ورکړل شوی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسحق ډار دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان سنا مجلس ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې ویلي، چې په پاکستان کې د ورستیو بریدونو څخه شواهد تر لاسه شوي، چې دغه بریدونو کې د افغانستان خاوره کارول شوې ده.
اسحق ډار زیاته کړې، چې د دغه ثبوتونو له تر لاسه کولو وروسته پوځ ته د ترهګرو پر ضد د پولې بل اړخ ته، افغانستان کې، د عملیاتو اختیار ورکړل شوی دی.
که څه هم پاکستان ادعا کوي، چې په دغه هېواد کې وروستي بریدونو د هغه ترهګرو له خوا تر سره شوي، چې د دوی په وینا په افغانستان کې اوسي، خو افغان چارواکو د پاکستان دغه ادعا په کلکه رد کړې ده.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، دوی هېچا او هېڅ ډلې ته اجازه ورنکړي، چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې وکاروي.
دفاع وزارت وزارت ویاند جنرال دولت وزیري څو ورځې وړاندې ویلي و، چې اوس ټولې نړۍ ته معلومه ده، چې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي.
له دې سره جوخت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پاکستان کې یې د ترهګرو د مشرانو او د هغوی د پټنځایونو او روزنځایونو په اړه کره اسناد پاکستان ته سپالي چې په وینا یې که پاکستان یې پر وړاندې اقدام ونه کړي، نو افغان حکومت به دغه اسناد ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین