۰
عثمان کاکړ:

پاکستاني سیاستوال د افغانستان په برخه کې غلت سیاست کاروي

چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۳۳
د پاکستان د سنا مجلس غړی عثمان خان کاکړ وايي، پاکستاني سیاستوالو د افغانستان په اړه له غلت سیاست نه کار اخلي، چې دا خپله د پاکستان په زیان دی.
پاکستاني سیاستوال د افغانستان په برخه کې غلت سیاست کاروي
د پاکستان د سنا مجلس غړی عثمان خان کاکړ وايي، پاکستاني سیاستوالو د افغانستان په اړه له غلت سیاست نه کار اخلي، چې دا خپله د پاکستان په زیان دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي کاکړ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې چې ویل کېږي، د پاکستان پوځ ته امر شوی، چې په افغانستان کې د ننه د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي.
خو عثمان کاکړ وايي، پاکستاني پوځ ته دا امر چې په افغانستان کې د ترهګرو ځینې پټنځایونه په نښه کړي، نه سم دی او ښايي دا کار د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خرابې کړي.
عثمان خان کاکړ په خپلو خبرو کې ویلي« پنجابي سیاستوال غلطې خبرې کوي، لیونتوب کوي، د افغانستان پر وړاندې یې سیاست سم نه دی او په نن وخت کې چې چا لیونتوب کړی په زیان یې تمام شوی دی.»
هغه زیاته کړې چې که پاکستان په رښتیا د ترهګرو ځپل غواړي اول دې په خپل هېواد کې ددوی مرکزونه له منځه یوسي، بیا دې له افغانستان سره په ګډه د نورو ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي.
نوموړي ویلي، پاکستان که له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې رښتینی وی نو دوی به یې په ښه او بد ترهګر نه ویشل.
پاکستان خپلو ځواکونو ته پر داسې مهال په افغانستان کې د دوی په وینا د ترهګرو د مرکزونو په نښه کولو امر کوي، چې افغان چارواکو په افغانستان کې د ترهګرو د مرکزونو شتون په کلکه رد کړی او ویلي یې دي، چې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه په پاکستان کې دي.
افغان حکومت همدا دوه ورځې وړاندې پاکستان ته په دغه هېواد کې د ۸۵ ترهګرو او د هغو له ۳۰ زیاتو د ترهګریزو مرکزونو د شتون په اړه کره اسناد او شواهد سپارلي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین