۰
هلمندیان:

پاکستان د ترهګرۍ مرکز دی باید هر ډول اړیکې ورسره پرې شي

چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۳
سلګونو هلمندیانو د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د توغندیو ویشتلو پر ضد لاریون وکړ او دغه بریدونه یې په کلکو ټکو وغندل.
پاکستان د ترهګرۍ مرکز دی باید هر ډول اړیکې ورسره پرې شي
سلګونو هلمندیانو د پاکستان له خوا پر افغان خاوره د توغندیو ویشتلو پر ضد لاریون وکړ او دغه بریدونه یې په کلکو ټکو وغندل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون تېره ورځ په لښکرګاه ښار کې تر سره شو او لاریون کوونکو د مرګ پر پاکستان شعارونه ورکول.
لاریون کوونکو ویل، چې پاکستان د ترهګرۍ لوی مرکز دی او په افغانستان کې چې هره ستونزه رامنځ ته کېږي، تر شاه یې پاکستان ولاړ دی.
دوی دا هم ویل چې په افغانستان کې د روانې جګړې اصل لامل پاکستان دی او دغه هېواد په افغانستان کې د جګړه مارو ښکاره مرستې کوي.
لاریون کوونکو له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې له دغه هېواد سره هر ډول دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او د بریدونو مخنیوی یې وکړي.
دوی د افغانستان له دفاع وزارت نه وغوښتل، چې د پاکستان د راکېټي بریدونو ځواب په کلکه ورکړي او په وینا یې که اړتیا شوه، ولس تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې له خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.
په هلمند کې د پاکستان پر ضد داسې مهال لاریون کېږي، چې تر دې وړاندې په ننګرهار او کنړ کې هم ورته لاریونونه تر سره شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین