۰
حزب اسلامي:

امریکا دې د سرتېرو رالېږلو پر ځای افغان ځواکونه تقویه کړي

چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۱
اسلامي حزب وايي، امریکا د دې پر ځای چې افغانستان ته نور سرتېري راولېږي، ښه به دا واي، چې د دې سرتېرو د رالېږلو پر ځای افغان امنیتي ځواکونه تقویه کړي.
امریکا دې د سرتېرو رالېږلو پر ځای افغان ځواکونه تقویه کړي
اسلامي حزب وايي، امریکا د دې پر ځای چې افغانستان ته نور سرتېري راولېږي، ښه به دا واي، چې د دې سرتېرو د رالېږلو پر ځای افغان امنیتي ځواکونه تقویه کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې اسلامي حزب دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان څه موده وړاندې د امریکا له کانګرېس نه وغوښتل، چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي.
د جنرال جان نېکولسن تر دغه غوښتنې وروسته د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس او دفاع وزیر له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د مونیخ په کنفرانس کې د لیدنې پر مهال و ویل، چې د ټرمپ اداره به افغانستان ته د سرتېرو په لېږلو غور وکړي.
که څه هم امریکا تر اوسه افغانستان ته د نورو سرتېرو د لېږلو پرېکړه نه ده کړې، خو اسلامي حزب وايي، امریکا دې د سرتېرو د رالېږلو پر ځای افغان امنیتي ځواکونه تقویه کړي.
د اسلامي حزب چارواکي وايي، دوی هیله من دي، چې اوسني کم شمېر امریکايي سرتېري هم لاړ شي او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د مثبتو تغییراتو له لارې افغان ځواکونه د مستقلانه دفاع جوګه شي.
د دغه ګوند ویاند حشمت الله ارشد وايي، ددې پر ځای چې امریکايي ځواکونه رالېږل کېږي افغان ځواکونه دې تجهیز شي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر هم له امریکا او ناټو غوښتي و، چې افغانستان ته دې نور سرتېري نه رالېږي، بلکې افغان امنیتي ځواکونه د تجهیز او د اړتیا په صورت کې دې ورسره مرسته وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین