۰
مسلمیار:

چین دې پر پاکستان فشار راوړي چې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي

سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۶
د افغانستان د مشرانو جرګې ریس فضل الهادي مسلمیار وايي، چین دې پر پاکستان فشار زیات کړي څو د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي.
چین دې پر پاکستان فشار راوړي چې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي
د افغانستان د مشرانو جرګې ریس فضل الهادي مسلمیار وايي، چین دې پر پاکستان فشار زیات کړي څو د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مسلمیار دغه څرګندونې نن د په کابل کې د چین له سفیر ياوجينګ سره په کتنه کې کړې دي.
د مشرانو جرګې څخه خپره شوې خبرپانه وايي، مسلمیار په دغه لیدنه کې ویلي چې پاکستان د چین نېږدې ملګری هېواد دی، خو په افغانستان کې شته ترهګري د پاکستان په ملاتړ دوام کوي نو چین ته په کار ده چې پر پاکستان له دې اړخه فشارونه ډېر کړي.
سرچینه زیاتوي، چې په ورته وخت کې د چین سفیر له افغانستان سره د ښو اړیکو په لرلو ټينګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې چین به د افغانستان تر ټولو نېږدې دوست او ملاتړی هېواد وي.
یاوجینګ ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ښې اړیکې د سیمې د پرمختګ او ثبات په ګټه دي، له همدې امله یې پرېکړه کړې چې په کنړ کې د برېښنا بند جوړولو لګښت پر غاړه واخلي او د جلال اباد-پېښور او کوټې- کندهار د رېل پټلۍ تخنیکي او مالي ملاتړ وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین