د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزارت چارواکي وايي، روسیه پر سعودي عربستان قوي (T-۹۰MS) ټانکونه پلوري.
د جمهور آژانس د خبر له مخې روسي رسینو د دغه هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ردنیس مانتوروف له قوله ویلي، روسیې له سعودي عربستان سره د (T-۹۰MS) د پلور هوکړه لاسلیک کړې ده.
مانتوروف زیاته کړې، چې له سعودي عربستان سره د نورو وسلو پر پلور هم هوکړې ته رسېدلي، چې ډېری یې د ځمکنۍ جګړې لپاره زغره وال وسایط دي.
نوموړي دا هم ویلي، چې روسیه به ډېر ژر له سعودي عربستان سره د وسلو د پلور یوه بله ستره هوکړه هم لاسلیک کړي، چې په هغه کې به توغوندي، وسایط او ځينې نورې وسلې شاملې وي.
جمهورآژانس:کابل