۰
جنرال باجوه:

پاکستاني ځواکونه دې له افغان چارواکو سره په همغږۍ ترهګر وځپي

سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۴
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه خپلو امنیتي ادارو ته امر کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه له افغان چارواکو سره په همغږۍ مخ ته بوزي.
پاکستاني ځواکونه دې له افغان چارواکو سره په همغږۍ ترهګر وځپي
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه خپلو امنیتي ادارو ته امر کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه له افغان چارواکو سره په همغږۍ مخ ته بوزي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې باجوه ویلي، چې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د اضافي پاکستاني سرتېرو او درنو وسلو له لېږلو یې هم موخه همدا ده، چې د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي او ویې ځپي.
په ورته وخت کې جنرال قمر باجوه د افغانستان د هغه وړاندیز هرکلی هم کړی، چې دواړه هېوادونه دې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې رښتینې ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د پوځ له خوا خپره شوې خبرپاڼه د باجوه له قوله وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کلکو امنيتي تدابيرو مقصد يې د افغانستان او پاکستان له ګډ دښمن سره جګړه کول او د هر ډول ترهګرو له منځه وړل دي.
باجوه دغه څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې افغان حکومت د پاکستان له خوا د ورسپارل شوي لېست څخه وروسته پاکستان ته د وسله والو د مشرانو او د هغوی د پتنځایونو او روزنځایونو چې په پاکستان کې دي یو لېست وسپاره او ترې ویې غوښتل، چې پر وړاندې یې جدي اقدام وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین