۰

ننګرهار کې ۱۲ داعشیان وژل شوي دي

سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۶
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید پر مهال ۱۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
ننګرهار کې ۱۲ داعشیان وژل شوي دي
امنیتي چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید پر مهال ۱۲ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه هوايي برید تېر ماښام د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر داعش وسله والو تر سره شوی دی.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوالي وايي، د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د اچین ولسوالۍ په بانډ سیمه کې پر داعش وسله والو برید وکړ.
دی وايي، په دغه برید کې ۱۲ داعشیان وژل شوي، چې ځینې بهرنیان هم په کې شامل دي.
ده وویل، چې په برید کې د وسله والو یوه ډاډسن موټر هم له منځه وړل شوې او ملکي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.
داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین