۰

هلمند کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنه طالبان وژل شوي

سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
د هلمند چارواکي په دغه ولایت کې د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون د ۲۲ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
هلمند کې د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۵ تنه طالبان وژل شوي
د هلمند چارواکي په دغه ولایت کې د دوه مهمو قوماندانانو په ګډون د ۲۲ تنو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو ته دغه مرګ ژوبله تېره ورځ د هلمند په ناوې او سنګین ولسوالیو کې اوښتې ده.
سرچینه وايي، امنیتي ځواکونو د ناوې په عینک سیمه کې د طالبانو په یوه کور هوايي برید وکړ، چې پر مهال یې د حاجي ګران په ګډون ۷ تنه وسله وال و وژل شول.
خبرپاڼه زیاتوي، چې حاجي ګران د طالبانو قوماندان و او په دغه برید کې ګڼ ماینونه هم له منځه وړل شوي دي.
دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، چې سنګین ولسوالۍ کې هم امنیتي ځواکونو پر وسله والو طالبانو برید کړی، چې د یوه تن قوماندان حاجي مسلم په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:هلمند
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین