۰
زاخیلوال:

اسلام آباد ته مې د لېستونو په ګډون ځينې ثبوتونه وسپارل

سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۶
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال وایي، د پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو ته یې د لستونو په ګډون ځینې اسناد وسپارل.
اسلام آباد ته مې د لېستونو په ګډون ځينې ثبوتونه وسپارل
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخیلوال وایي، د پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو ته یې د لستونو په ګډون ځینې اسناد وسپارل.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ ځینو حکومتي سرچینو ویلي و، چې کابل- اسلام آباد ته د ۸۵ ترهګرو او د هغوی د ۳۲ ترهګریزو روزنیزو مرکزونو لسېت سپارلی.
د سرچینو په حوله افغانستان پاکستان ته د هغو ترهګرو او د هغوی د مرکزونو لېست، پتې او نقشې ورکړې دي، چې د پاکستان په دریو ایالتونو، بلوچسات، خیبرپښتونخوا او سند کې دي.
دغو سرچینو ویلي؛ افغانستان له پاکستان نه غوښتي چې د دغو "ترهګرو"
له دې سره جوخت په اسلام آباد کې افغان سفیر ډاکټر زاخېلوال پر خپل فیسبوک کې لیکلي،«نن می اسلام آباد ته له راستنیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د پوځ مرکزي دفتر ته د افغانستان د حکومت ځواب او د لستونو په شمول ځېنی اسناد وسپارل.»
او روزنیزو مرکزونو پروړاندې ګام پورته کړي او د دې په بدل کې به افغانستان د هغو ترهګرو پر وړاندې عملیات پیلوي چې اسلام اباد یې لست کابل ته سپارلی .
له دې سره جوخت په اسلام آباد کې افغان سفیر ډاکټر زاخېلوال پر خپل فیسبوک کې لیکلي،«نن می اسلام آباد ته له راستنیدو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د پوځ مرکزي دفتر ته د افغانستان د حکومت ځواب او د لستونو په شمول ځېنی اسناد وسپارل.»
افغانستان وروسته له هغې پاکستان ته د ترهګرو د مشرانو او د هغوی د روزنځایونو او پټنځایو اسناد او ثبوتونه لېږلي، چې اسلام آباد په دغه هېواد کې له خونړیو بریدونو وروسته ادعا وکړه، چې د دغه پېښو عاملین په افغانستان کې دي.
پاکستان د دغه بریدونو مسؤولیت په جماعت الحرار ډلې واچوه او ادعا یې وکړه، چې دغه ډله په افغانستان کې ده خو افغان چارواکو د پاکستان دغه ادعا په کلکه رد کړ او ویې ویل، چې ټوله نړۍ پوهېږي، چې ترهګر په پاکستان کې دي.
له دې پېښو وروسته پاکستان د جماعت الاحرار په نامه د پاکستانیو طالبانو او نورو ډلو د ۷۶ کسانو لیست افغان سفارت ته سپارلی و، چې یا یې پر ضد اقدامات وکړي او یا یې دې پاکستان ته وسپاري.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین