۰

ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازی ومړ

سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۸
په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړی استازی او دایمي سفیر ویتالي چورکین په خپل دفتر کې ساه ورکړې ده.
ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازی ومړ
په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړی استازی او دایمي سفیر ویتالي چورکین په خپل دفتر کې ساه ورکړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پر ویتالي چورکین تېره ورځ سهار مهال د زړه حمله راغلې او مړ شوی دی.
روسي چارواکو ویلي چورکین د سهار په نهه نیمې بجې په خپل دفتر (د نیویارک East ۶۷th سړک) کې و چې د زړه حمله پرې راغله.
د روسیې د سفارت سرچینو ویلي چې له قلبي حملې وروسته چورکین د سفارت له لوري د نیویارک پریس بیترین روغتون ته یووړل شو او همالته یې سا ورکړه.
کریملین ماڼۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چورکین د مړینې خبر سخت خوابدی کړ، ویې ویل چې نوموړی ارزښتناک دیپلومات و.
۶۴ کلن چورکین له ۲۰۰۶ م کال راهیسي په ملګروملتو کې د روسیې استازی و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین