۰

د خلکو ژوند د مافیایي اقتصاد په لومه کې

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۱
پانگوال- سرمایه دار نظام نن یوازینی اقتصادی مروج سیستم دی چې په نړۍ حاکمیت لري او دموکراسي یې د تطبیق لپاره سیاسي زمینه برابروي.
د خلکو ژوند د مافیایي اقتصاد په لومه کې


پانگوال- سرمایه دار نظام نن یوازینی اقتصادی مروج سیستم دی چې په نړۍ حاکمیت لري او دموکراسي یې د تطبیق لپاره سیاسي زمینه برابروي.
د دې نظام د تیوری او تطبیق په هکله لګونه ډول ډول کتابونه چاپ او خپره شوي دې خو که اصل هدف ته راشو په یوه جمله کې یې داسې خلاصه کېږی:«د بشری ژوند تر ټولونه زیات خوښیو او امکاناتو ته لاس رسی .». دا چې دې خوښیو ته څنګه ورسېږي باک یې نشته که د نورو ژوند او حقوق له منځه لاړ شي. راځم اصلي هدف ته په افغانستان کې د نوي حکومت د جوړېدو سره سم پانګوال نظام او آزاد بازار د اقتصادي سیاست په توګه په خلکو وتپل شوو. چې ورسره سم هر څه په دې ملک کې د محدود کسانو په واک کې ورکول شول او د دې کسانو په رامنځته کولو کې غرب ستر لاس درلود، ځکه په کوم ملک کې چې دا نظام نوی رامنتځته کژږي د محدودې مافیایي کړۍ په چټکه غوړېدا کې دوی خپله ونډه لري. همدا وو چې د افغانستان ټول سرمایه داران که وشمارې نو د ګوتو په شمار دې او دا کړۍ بیا نورې وړې مافیایي کړۍ رامنځ ته کوي، که تاسې په تېر څو کالونو کې سترې سرمایه داراۍ وګورۍ دا ټول په هغو سیاسیون پورې اړه لري چې د غرب له خوا قدرت ورسېدل.
لدې مافیایا نه یو وړه بیلګه یې د احمد شاه ابدالي مسافر وړونکې شرکت دی چې ریښه یې د حامد کرزي تر ورور احمد ولي کرزي پورې رسیږي اوس هم د هغوی په میراث خورو پورې اړه لري، نوموړی شرکت د پیسو په لاس ته راوړلو او خپلو بشري نا مشروع خوښیو ته د رسېدو په موخه هیڅ ډول انساني ارزښتونه په نظر کې نه نیسي.
دغه شرکت کابل- قندهار هرات نیمروز او نورو جنوبي او جنوب لویدځو ولایاتو ته د مسافرین لېږدوي، چې ډریواران یې په بد اخلاقي او سپکه رویه سره مشهور دې، د ترافیکئ پیښو کچه که یی وڅیړل شي زما په اند د دومره وړوکې شرکت په تناسب شاید په نړي کې د انسانی تلفاتو ریکارډ یی قایم کړي وي، او د او انسانی مالي تلفاتو په صدر کې راځی. د یونما په یوه راپور کې راغلي چې د ۱۳۹۱ نه تر ۱۳۹۵ کال پوري ۵۸۰۴ تنه ملکي کسان د جګړئ په ډګررونو کې وژل شوي او ۱۱۱۳۱تنه ټبیان دې. خو داففانستان د ترافیکو ریاست د ترافیکی حادثاتو تلفات ۵۶۲۵ تنه ښیی اوتر ۱۷۰۰۰ نه زیات تپیان ښودل شوي چې تقریباٌ اکثره یی د کابل هرات پر لاره ښودل شوي او په دې لاره کې تر ټول ستر او بی مسؤلیته مسافروړنکي شرکت د احمدشاه ابدالي دي. اما کله هم دولت ددې شرکت د تخنیکی یا جنایی تحقیق هڅه نده کړي داچی ولی ټول پوهیږي چی ددي شرکت سرترکومه ځایه رسیږی او ولی ځوک ددي کار جر‌‌أت نکوی. د دې شرکت مسولین ډریوارن مجبوری چې داسی پیښو د منځته راتګ سبب شوي، هغوي ته ویل کیږي چې په ۱۲ ساعتو کې باید له هرات نه کابل ته ورسیږي. په داسی حال کې چې د نورو شرکتونو بسونه همدا فاصله په ۱۸ ساعتو کي طی کوي، ددې لپاره چې ډریواران وکولای شي دا فاصله په یاد وخت کې ووهی د موټر په انجن کې لاس وهنه کوي چې یوه یی هم د سلنسر نه د فلتر د پردې چې د موټر په سرعت کي زیات رول لري (ترو-مستقیم)کول او تر څنګ یی د اضافه چوکې نصب چی د پیښی په وخت کې د لا زیاتو تلفاتو سبب ګرځي. په دې هکله می د ثنا وپوښتل چې تاسی په دې دومره وخت کې چې دي شرکت په لسهاو داسی حادثی رامنځ ته کړي څه پوښتنه کړي یایی کولای شي؟ په ځواب کې یی راته وویل:«ته خبر یی چې دا شرکت د چا دې(؟) مونږ څو واري په دي هکله د ترانسپورت له وزیر سره خبري وکړي، وزیر هم دا ځواب راکوي چې زه یی تاته وایم یعنی زور مو نه پري رسیږي، مونږ نشو کولای چې ددې شرکت په مقابل کي څه وکړو، دشرکت مدیره پلاوی بیا وایی: چې دا آزاد بازار دې اود وسایط د تیز تګ د کنترول وظیفه د ترافیکو ده او دوي باید دا کار وکړي زمونږ دنده نده» د ترافیکو پولیس له ښارنو وتلای نشی د کمرو سکنرو سیستم په لویو لارو نشته لوی لاری به څنګه کنترول کړاي شي؟ په نتیجه کې ددوی ددې بی بندوباریو او خرمستیو ملات کسان یوازی ملکی افغانان دې، له حکومته خو هسی هم بی له دې چې د تلفاتو اعلان وکړي بله طمه نشی کیدای خلک باید خپله د تغییر لپاره ملا وتړي او ددې وضعیت د تغییر په فکر کې شی کنه همداسی به دمافیایی افتصاد په لومو کې مري او دبد مستو او چرسی ډریوارن دلاس تلفات به وي او ګته به یی د یو ځو خاصو مافیایی کسانو جیبته لویږي چی د افغانستان چور او تلان ته یی له ورایه ملا تړلي.
شفیع الله ستومان: جمهورآژانس
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین