۰

اروزګان کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۷
سرچینې او چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو خوا ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اروزګان کې پولیسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
 سرچینې او چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پولیسو او طالبانو تر منځ نښته کې له دواړو خوا ۲۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نښته تېره شپه د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې رامنځ ته شوې ده.
د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال غلام فاروق سنګري وايي، وسله والو طالبانو د مرکز ترينکوټ ښار اړونده د شاه منصور په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.
نوموړي وویل، چې طالبانو له برید سره سم پولیس هم لاس په کار شول، چې د دواړو لورو تر منځ نښته رامنځ ته شوه او مرګ ژوبله ورته واوښته، خو کره شمېره یې په ګوته نه کړه.
په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، په دغه نښته کې ۱۵ وسله والو او ۹ تنو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان روغتیايي چارواکي بیا زیاتوي، چې د دوی ته د دریو پولیسو جسدونه او پنځه ټپي پولیس ور وړل شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه د دغه نښتې په اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:اروزګان
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین