۰
مشرف:

طالبان آی ایس آی تنظیم کړل او د افغان حکومت پر ضد مو وکارول

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۸
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف منلې، چې طالبان یې د افغان حکومت د ځپلو په موخه وکارول او د وسیلې په توګه یې ترې کار واخیست.
طالبان آی ایس آی تنظیم کړل او د افغان حکومت پر ضد مو وکارول
د پاکستان پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پروېز مشرف منلې، چې طالبان یې د افغان حکومت د ځپلو په موخه وکارول او د وسیلې په توګه یې ترې کار واخیست.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان ډاڼ ورځپاڼه د ګارډین په حواله د مشرف له قوله وايي، له طالبانو یې ځکه د وسیلې او نیابتي جګړې له پاره وکارول، چې په وینا یې د حامد کرزي حکومت له هند سره نېږدې اړیکې درلودې.
مشرف ویلي، چې کرزي د هند ملاتړ کاوه او پاکستان ته یې ګوزار ورکولو نو ځکه پاکستان له طالبانو د افغان حکومت د ځپلو له پاره کار واخست.
مشرف زیاته کړې «د ولسمشر کرزي په موده کې، هو، په دې کې شک نشته، ده غوښتل چې پاکستان ته زیان واړوي او له همدې کبله موږ د دوی (افغانستان) د ګټو خلاف کار کاوه. ښکاره ده چې موږ د خپلو ګټو ساتنه کوله.»
نوموړي ویلي، چې طالبان د آی ایس آی له لوري جوړ شول او زیاته کړې یې ده«طالبان له ۲۰۰۱ کال وروسته د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له لوري بېرته تنظیم او په وسلو سمبال شول.»
هغه دا اعتراف هم کړی دی، چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې تر شاه پاکستان ولاړ دی او پاکستان دا کار د خپلو ګټو له پاره کوي.
خو زیاتوي، چې اوس وخت بدل شوی او پکار ده چې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره بشپړه همکاري وشي، ځکه چې په وینا یې ولسمشر غني په سیمه کې د سولې له پاره وروستۍ هیله ده.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین