۰

د کورنیو چارو وزارت یو جنرال د فساد په تور په بند محکوم شو

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۸
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه چارواکی جنرال عبدالواسع رؤوفي د مالي فساد په جرم د استیناف محکمې له خوا په ۱۲ کاله تنفیذي بند محکوم شو.
د کورنیو چارو وزارت یو جنرال د فساد په تور په بند محکوم شو
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو لوړ رتبه چارواکی جنرال عبدالواسع رؤوفي د مالي فساد په جرم د استیناف محکمې له خوا په ۱۲ کاله تنفیذي بند محکوم شو.
جمهور آژانس د خبر له مخې د جنرال روفي محکمه تېره ورځ د استیناف محکمې په عدلي او قضايي مرکز کې په علني توګه تر سره شوه.
پر نوموړي تور و، چې د ځان په ګټه یې غلت معلومات ورکول، جعل یې کاوه، له دندې یې ناوړه استفاده کوله او په قاچاق کې ښکېل و.
محکمې روفي ته د همدې جرمونو له امله د ۱۲ کاله بند او د رشوت په کچه د جریمې ورکولو سزا واوروله.
ټاکل شوي څارنوال ویلي، چې پاسوال عبدالواسع رؤوفي د دندې له صلاحیتونو څخه په استفادې د ۱۵۰ زره ډالرو په بدل کې د دې وزارت یو قرارداد فیډ لس شرکت (Feed less) ته ورکړی دی.
هغه د جرم ثابتولو لپاره د جعل، تقلب او قاچاق په برخو کې ځینې اسناد او مدارک غونډې ته وړاندې کړل او زیاته کړه چې له دغه پخوانی جنرال کور څخه له اسنادو پرته د پولیسو په جعلي نمبر پلیټ یو لنډ کروز موټر او د یوه بل موټر جعلي اسناد هم د ښاغلي رؤوفي له کور څخه تر لاسه شوي دي.
باید وویل شي، چې رئووفي د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت د پخواني مرستیال او د تدارکاتو د داوطلبۍ او ارزونې کمېټې رئیس وه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین