۰
امریکا دفاع وزیر:

ډېر ژر به افغانستان ته د ځواکونو د لېږولو پرېکړه وکړو

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۱
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، شرایطو ته په کتو سره به ډېر ژر افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو یا نه لېږلو په اړه پرېکړه وکړي.
ډېر ژر به افغانستان ته د ځواکونو د لېږولو پرېکړه وکړو
د امریکا دفاع وزیر جېمز ماتیس وايي، شرایطو ته په کتو سره به ډېر ژر افغانستان ته د ځواکونو د لېږلو یا نه لېږلو په اړه پرېکړه وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ماتیس دغه څرګندونې تېره ورځ د خپل سفر پر مهال له ورسره خبریالانو سره په خبرو کې کړې دي.
نوموړي ژر به پرېکړه وکړي چې ایا افغانستان ته نور ځواکونه ولېږي او که د مشخص شمېر پوځیانو د لېږلو پر ځای پوځي شرایطو ته په کتو پرېکړه وکړي.
د امریکا دفاع وزیر دا هم ویلي، چې په افغانستان کې یې د غوڅ ملاتړ ماموریت له عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن سره څو ساعته خبرې کړي دي.
ماتیس وايي، بېلابېل نظرونه راټولوي بیا د هغو پر اساس سپینې ماڼۍ ته سپارښتنې کوي او په وینا یې ولسمشر ډونالډ ترمپ حاضر دی چې د افغانستان په اړه د ده هره سپارښتنه ومني.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د امریکا د سنا جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره څو زره نورو امریکايي پوځیانو ته اړتیا لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین