۰

د پاکستان د راکېتي بریدونو د ځواب له پاره افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلي

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۴۲
د پاکستان د راکېټې بریدونو په غبرګون کې افغان سیمه ییز چارواکي وايي، تازه دمي افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له خپلې خاورې به په مېړانه دفاع وکړي.
د پاکستان د راکېتي بریدونو د ځواب له پاره افغان ځواکونه سیمې ته رسېدلي
د پاکستان د راکېټې بریدونو په غبرګون کې افغان سیمه ییز چارواکي وايي، تازه دمي افغان امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او له خپلې خاورې به په مېړانه دفاع وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستان له تېرو دریو ورځو راهیسې د ننګرهار په لعل پوره او ګوشتې ولسوالیو او دغه راز په کونړ ولایت سلګونه توغندي ویشتلي دي.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پاکستان د دغه بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې ګوشتې او لعل پورې ولسوالیو ته یې تازه دمه ځمکني او توپچي ځواکونه رسېدلي دي.
ښاغلي منګل زیاته کړې، چې د دې تر څنګ به د چټ غبرګون قطعه هم په سیمه کې ځای پر ځای شي او افغان ځواکونه بشپړ چمتو دي، چې د خپلې خاورې دفاع په مېړانې سره وکړي.
والي دا هم وايي، چې د پاکستان د بریدونو له امله سلګونه کورنۍ بې ځایه شوې او له خپلو عزیزانو سره یو ځای شوې دي، چې په وینا یې دوی یې سروې پیل کړې او ډېر ژر به ورته مرستې ورسېږي.
د ننګرهار والي دغه راز وايي د هغه مسافرو له پاره یې هم لازمې اسانتیاوې برابرې کړې، چې په تورخم کې د پاکستان له لوري د دروازې د تړلو له امله بند پاتې دي.
په ورته وخت کې په ختیځه سیمه کې د سرحدي ځواکونو قوماندان سمونوال محمد ایوب حسين‌خېل وايي هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم لاندې کړي.
هغه ولس ته ډاډ ورکړ، چې افغان ځواکونه به د وینې تر وروستي څاڅکي پورې له خپلو خلکو او خپلې خاورې دفاع وکړي.
له دې سره په خوا د ننګرهار ولسونه وايي، که د پاکستاني ځواکونو د راکېتي بریدونو لړۍ ونه درېږي، نو ولس پر وړاندې راپورته او د خپلې خاورې دفاع به وکړي.
دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې د افغان پوځ مشر جنرال قدم شاه شهیم وایي، افغان لوری هڅه کوي، چې ستونزه د ديپلوماتیکو لارو حل کړي، خو په وینا یې که دا کار ورنکړي، افغان ځواکونه بشپړ چمتو دي، چې د هر ډول برید ځواب و وایي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین