۰

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماته ورکړه

دوشنبه ۲ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۰
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځو یو ورځینو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم له زمبابوې ملي لوبډلې له لوی توپیر وګټله.
افغان کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځو یو ورځینو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم له زمبابوې ملي لوبډلې له لوی توپیر وګټله.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه لوبه تېره ورځ په زمبابوې کې تر سره شوه، چې د لوبې پچه یا ټاس افغان لوبډل مشر وګاټه او خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکل شویو پنځوس اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۳۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۳۹ هدف ورکړ.
په توپ وهنه کې شهزاد محمدي ۶۴، رحمت شاه،۵۳، نجیب الله ځدران ۴۵، او محمد نبي عیسی خېل ۳۳ منډې وکړې.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د زمبابوې لوبډلې لوبه ښه پیل کړه او هغه مهال چې لا یې کوم لوبغاړی نه و سوځېدلی، په ۱۰ اورونو کې تر پنځوسو زیاتې منډې وکړې، خو د لومړي لوبغاړي تر سوځېدو وروسته یې توپ وهونکي د افغان توپ اچونو پر وړاندې تر ډېره ونه درېدل.
زمبابوې لوبغاړي یو په بل پسې ژر ژر وسوځېدل، او د لوبې په ۴۳ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۴ منډې وکړې او دغه لوبه افغان لوبډلې ترې د ۵۴ منډو په توپیر وګټله.
په توپ اچونه کې محمد نبي او راشد ارمان درې درې، کلبدین نایب او امیر حمزه دوه دوه لوبغاړي وسوځول، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم راشد ارمان شو.
باید وویل شي، چې افغانستان دا مهال دوه پر صفر تر زمبابوې وړاندې دی او راتلونکې درېیمه لوبه یې هم سبا د روانې میلادي میاشتې په ۲۱ نېټه ده.
که چېرته افغانستان درېیمه لوبه هم ترې وګټي، نو په دې سره به افغان لوبډله د دغو لوبو لړۍ یا سیریز په خپل نوم او جام په وګټي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین