۰

ترافیکې پېښه کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۵
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترافیکې پېښه کې ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په غزني ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره ورځ مازیګر مهال د کابل- کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
د مقر امنیه قوماندان سمونیار حاجي وایي، پېښه هغه مهال د مقر د کمپنۍ په سیمه کې پر یاده لار رامنځ ته شوه، چې یوه ۳۰۳ مسافر وړونکي موټر له یوه ټېلر موټر سره ټکر وکړ.
نوموړي ویلي، چې ۳۰۳ موټر د احمد شاه ابدالي تراسپورټي شرکت اړوند دی، چې له امله یې درې تنه مړه او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي، چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو د ځینو روغتیايي حالت نازک و، او ښايي د مړو شمېره نوره هم زیاته شي.
دا په تېره ورځ کې دوهمه ترافیکي پېښه ده، چې د ۳۰۳ موټرو له خوا رامنځ ته کېږي.
تېره ورځ د کندهار – هرات پر لويه لاره د هلمند ولايت په مربوطاتو کي هم د يوې ترافيکي پېښې له امله ٣١ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه
جمهورآژانس:غزني
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین