۰
ولسمشر غني:

که طالبان سوله و نه کړي، ښايي د قطر دفتر هم وتړل شي

يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۷
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که وسله وال طالبان سوله ونه کړي، نو پر وړاندې به یې د نورو اقداماتو تر څنګ د قطر دفتر هم وتړل شي.
که طالبان سوله و نه کړي، ښايي د قطر دفتر هم وتړل شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، که وسله وال طالبان سوله ونه کړي، نو پر وړاندې به یې د نورو اقداماتو تر څنګ د قطر دفتر هم وتړل شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې تېره ورځ د آلمان په مونیخ ښار کې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی سره د کتنې پر مهال کړې دي.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي، چې که طالبانو راتلونکی پسرلی له جګړې لاس وانخلي او سوله ونه کړي، نو پر وړاندې به یې جدي ګامونه پورته شي.
افغان ولسمشر زیاته کړې، چې د طالبانو نه سولې په صورت کې ان د دې امکان هم شته، چې د قطر دفتر وتړل شي.
افغان ولسمشر دا هم ویلي چې په کندهار کې وروستی برید وسله والو طالبانو د کوټې شورا په همکارۍ
افغان ولسمشر دا هم ویلي چې په کندهار کې وروستی برید وسله والو طالبانو د کوټې شورا په همکارۍ کړی و او په دې اړه افغان حکومت شواهد تر لاسه کړي دي.
کړی و او په دې اړه افغان حکومت شواهد تر لاسه کړي دي.
نوموړي له آل ثانی غوښتي، چې د افغانستان د سولې له پروسې سره دې مرسته وکړي او په دې توګه دې په هېواد کې د روانو جګړو په پای ته رسولو کې برخه واخلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي، چې جګړه د حل لار نه ده او په افغانستان کې ښکېلې خواوې باید د سولې خبرو ته سره کیني.
محمد بن عبدالرحمن آل ثانی په دې برخه کې د خپل حکومت له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
افغان ولسمشر دغه څرګندونې پر ویل کېږي، متحده عربي اماراتو هم په دې وروستیو کې د قطر د دفتر ځینې طالب مشران دغه هېواد ته له ورتګه منع کړي دي.
راپورونه وايي، په قطر کې د طالبانو ددفتر غړو ملا شیر محمد عباس ستانکزي او مولوي مدني غوښتل چې عربي اماراتو ته سفر وکړي او په افغانستان کې د اماراتو د وژل شوي سفیر په فاتحه کې برخه واخلي، خو اماراتو دوی ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.
باید وویل شي، چې د اماراتو سفیر د جدې په ۲۱ په کندهار کې سخت ټپي شو چې بیا یې درې ورځې مخکې د سختو ټپونو له امله سا ورکړه.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین