۰
پاکستاني طالبان:

د پاکستان اردو ډېره ډارنه ده موږ ته زیان نه شي رسولی

يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۲
د پاکستان طالبانو یوې ډلې جماعت الحرار ویلي، چې د پاکستان اردو ډېره ډارنه ده او په وینا یې دوی ته زیان نه شي رسولی.
د پاکستان اردو ډېره ډارنه ده موږ ته زیان نه شي رسولی
د پاکستان طالبانو یوې ډلې جماعت الحرار ویلي، چې د پاکستان اردو ډېره ډارنه ده او په وینا یې دوی ته زیان نه شي رسولی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پاکستاني ځواکونو تېره ورځ وویل چې د جماعت الاحرار ډلې پر وړاندې یې جدي ګامونه پورته کړي او دغه ډله یې په ډيرو برخو کې ځپلې ده.
خو پاکستاني طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د پاکستان د پوځ دا ادعا هم ردکړې، چې دوی ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
جماعت الاحرار ډلې ویلي، چې پاکستان یوازې خپل احساسات په رسنیو کې خپروي په حقیقت کې یې د دغه ډلې پر وړاندې هېڅ نه دي کړي.
دغه ډلې زیاته کړې، چې دوی په منظمه توګه خپل فعالیتونه تر سره کوي او د پاکستان ډارنه اردو یوازې په رسنیو کې تبلیغات کوي.
پاکستان ادعا کوي چې په وورستیو بریدونو کې د جماعت الاحرار ډلې لاس دی او وايي دغه ډله په افغانستان کې اوسېږی.
خو افغان چارواکو د پاکستان دغه ادعا په کلکه رد او وايي، چې افغان دولت په خپله خاوره کې هېڅ ترهګرې ډلې ته نه اجازه ورکړې او نه یې ورکوي، چې د کوم بل هېواد پر ضد فعالیت وکړي.
د افغانستان دفاع وزارت تېره ورځ وویل، چې د پاکستان دغه ادعا بې ځایه ده او په وینا یې ټولنه نړۍ پر دې پوهېږي، چې د ترهګرو ځالې او روزنځایونه په پاکستان کې دي، او دغه هېواد اوس د خپل بل کړي اور په لمبو کې سوځي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین