>> جمهور - افغانستان او اروپايي اتحادیې یو مهمه موافقه وکړه
 
۰

افغانستان او اروپايي اتحادیې یو مهمه موافقه وکړه

يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۴
افغانستان او اروپايي اتحادیې د همکاریو یوه مهمه موافقه لاسلیک کړه، چې پراخې سیاسي، اقتصادي، ټکنالوژیکي او د ترهګرۍ سره د مبارزې برخې رانغاړي.
افغانستان او اروپايي اتحادیې یو مهمه موافقه وکړه
افغانستان او اروپايي اتحادیې د همکاریو یوه مهمه موافقه لاسلیک کړه، چې پراخې سیاسي، اقتصادي، ټکنالوژیکي او د ترهګرۍ سره د مبارزې برخې رانغاړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه موافقه تېره ورځ په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې او د اروپايي کمیسیون مرستیال ريیسې فدریکو موکیرني او د افغانستان له مالیې وزیر اکلیل حکیمي تر منځ د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شوه.
د پرمختګ او مشارکت په اړه د همکارۍ د دغه موافقې په اړه اغلې موګیرني وویل، چې اروپايي اتحادیه تل د افغانانو ترڅنګ درېدلې او د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
هغې زیاته کړه، چې په بروکسل کې د تېر کال له بریالي نړیوال کنفرانسه وروسته چې په وینا یې دوی یې په ګډه مشري وکړه، اوس یې له افغانستان سره همکاري نوره هم زیاته شوه.
نوموړې په خپلو خبرو کې وویل«د همکارۍ موافقه به چې موږ نن سره لاسلیک کړه موږ ته امکان برابر کړي چې د بشري پراختیا، فساد ضد، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت او د مهاجرت پر سر د همکارۍ په شان برخو کې لا زیاته ملګرتیا وکړو. دا موافقه د مشارکت موافقه نومېږي او عملاً هم همداسي ده. اروپايي اتحادیه به د افغانانو په خاطر د افغانستان د ثبات او پر له پسې پرمختګ لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.»
په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل چې د پرمختګ او مشارکت په اړه د همکارۍ موافقه د افغانستان او اروپايي اتحادیې ترمنځ د شراکت او همکارۍ لپاره حیاتي چوکاټ دی.
ښاغلي حکیمي زیاته کړه«دا موافقه د بون د ۲۰۱۱ کال، د توکیو د ۲۰۱۲ کال، د لندن د ۲۰۱۴ کال او د بروکسل د تېر کال په کنفرانسونو کې د ثبات او پرمختګ لپاره زموږ د دوه اړخیزو ژمنو پخلی کوي.»
باید وویل شي، چې اروپايي شورا د روانې فبروري په دیارلسمه پرېکړه وکړه چې له افغانستان سره دا موافقه د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین