۰

ننګرهار کې د طالبانو او داعش د جلب او جذب مسوولین نیول شوي

پنجشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۰
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو ډلو د جلب او جذب مسؤولین نیولی دی.
ننګرهار کې د طالبانو او داعش د جلب او جذب مسوولین نیول شوي
امنیتي چارواکي وايي، افغان ځانګړو ځواکونو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو او داعش وسله والو ډلو د جلب او جذب مسؤولین نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار له امنیه قوماندانۍ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کس د مرکزجلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې نیول شوی، خو هویت یې نه دی په داګه کړی.
خبرپاڼه وایي، ځانګړو ځواکونو په دغه سیمه کې له دې کس سره یو ځای ۷ تنه نور هم د شکمنو کړنو په تور نیولي دي.
په دغه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي په ورته وخت کې دغه ځواکونو د مولوی خالص فامیلی په ساحه کې د وسله والو طالبانو د جلب او جذب مسول نیولي خو د هغه د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.
سرچینه زیاتوي، چې له دې کس سره یو میل کلاشنکوف ، څلور عدد شاژورونو، یو پایه کمپوتر او یو قاب دوربین هم نیول شوي دي.
تر اوسه دواړو ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین