۰
اغا جان معتصم:

د افغانستان د جګړې د حل لار یوازې تفاهم او مذاکرات دي

پنجشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۰۰
د طالبانو د سياسي شورا پخوانى مشر او د طالبانو د واکمنۍ د مالیې وزیر ملا اغا جان معتصم وايي په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د پای ټکی موندلی شي.
د افغانستان د جګړې د حل لار یوازې تفاهم او مذاکرات دي
د طالبانو د سياسي شورا پخوانى مشر او د طالبانو د واکمنۍ د مالیې وزیر ملا اغا جان معتصم وايي په افغانستان کې روانه جګړه یوازې د تفاهم او مذاکراتو له لارې د پای ټکی موندلی شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي آغاجان دغه څرګندونې له افغانستان د شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د ورځې په مناسسبت په خپل خپاره کړي پيغام کې کړې دي.
نوموړي د يادې ورځې په مناسبت ويلي چې د افغانانو د وياړلي جهاد له برکته نه دا چې شوروي اتحاد افغانستان لاندې نه کړای شو، بلکې د هغه تر څنګ يې ټوله سره امپراتوري د ځمکې له مخې هم ټوله شوه.
دغه پخواني طالب چارواکي پر افغانانو د يووالي غږ کړى او زياته کړې یې ده چې له تېرو پېښو بايد درس او عبرت واخيستل شي
د هغه په وینا افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او د دغه کور ساتنه او ابادي خپله د افغانانو ملي او اسلامي وجيبه او دنده ده.
ده په دې پیغام کې ویلي« بايد پر افغاني تفاهم غور او کار وشي، لارې چارې يې وسنجول شي او له دې لارې کور ورانوونکې جګړې ته د تل لپاره د پای ټکی کېښودل شي.»
آغا جان پر هېوادوالو غږ کړی، چې په خپلمنځي تفاهم سره يوه داسې کارنامه جوړه او ترسره کړي چې په ترڅ کې يې ټول په يوه خوله، يوه زړه او کلکې ارادې سره نور خپل منځي اختلافانو ته د پای ټکي کېږدي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین