۰
استاد سیاف:

که د هر ډول فساد مخنیوی ونشي نظام به له داخل څخه ونړېږي

سه شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۱
پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف په افغان حکومت غږ وکړ، چې په هېواد کې د هر ډول فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، که نه په وینا یې دا نظم به له داخل څخه وشړېږي.
که د هر ډول فساد مخنیوی ونشي نظام به له داخل څخه ونړېږي
پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سیاف په افغان حکومت غږ وکړ، چې په هېواد کې د هر ډول فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي، که نه په وینا
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل«ښاغلی ولسمشر، دا نظام له بېرون څخه هېڅوک نه شي پرزولی، زه له دې ډارېږم، چې نظام له داخل څخه ونه شړېږي، ځکه فساد ډېر شوی، هغه که اداري فساد دی، که مالي او که اخلاقي، نو که د فساد جدي مخنیوی ونه کړی، ښايي نظام له داخل څخه چنجۍ وخوري او ونړېږي.»
یې دا نظم به له داخل څخه وشړېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سیاف چې نن (د دلو ۲۶) یې په ارګ له افغانستان څخه د روسي ښکېلاګر ځواکونو د ماتې د ورځې په لمانځ غونډه کې وینا و ویل، چې په هېواد کې اداري، مالي او اخلاقي فساد خورا ډېر شوی.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل«ښاغلی ولسمشر، دا نظام له بېرون څخه هېڅوک نه شي پرزولی، زه له دې ډارېږم، چې نظام له داخل څخه ونه شړېږي، ځکه فساد ډېر شوی، هغه که اداري فساد دی، که مالي او که اخلاقي، نو که د فساد جدي مخنیوی ونه کړی، ښايي نظام له داخل څخه چنجۍ وخوري او ونړېږي.»
ښاغلي سیاف په خپلو خبرو کې د افغانستان په رسنیو هم کلکې نیوکې وکړې، چې په وینا یې تر ډېر یې اخلاقي فساد ته لار پرانستې او اخلاقي فساد کوي.
هغه وویل«موږ د بیان
هغه وویل«موږ د بیان آزادۍ ته درناوی لرو، د بیان ازادي ښه ده، خو دومره نه چې زموږ ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، زموږ دین او کلتور ته ګواښ پېښ کړي، ولسمشر د رسنیو د اخلاقي فساد د خوراوي مخنیوی وکړه، دا څه چې اوس روان دي، ملت ته د منلو نه دي او که ته وايي، چې په تلوېزیونو موږ تسلت نه لرو، موږ در سره مرسته کو، له ملي تلوېزیون څخه یې پیل کړه»
آزادۍ ته درناوی لرو، د بیان ازادي ښه ده، خو دومره نه چې زموږ ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، زموږ دین او کلتور ته ګواښ پېښ کړي، ولسمشر د رسنیو د اخلاقي فساد د خوراوي مخنیوی وکړه، دا څه چې اوس روان دي، ملت ته د منلو نه دي او که ته وايي، چې په تلوېزیونو موږ تسلت نه لرو، موږ در سره مرسته کو، له ملي تلوېزیون څخه یې پیل کړه»
استاد سیاف په خپلو خبرو کې له ولسمشر نه دا هم وغوښتل، چې د هغه کسانو مخنیوی وکړی، چې د ده په وینا جهاد او مجاهدینو ته سپکاوی کوي، او په یوه او بل نامه یې یادوي.
دغه پخواني جهادي مشر په افغانستان کې د روسانو د ماتې او د افغانستان څخه د هغوی د وتلو ورځ د افغانستان یو لوی تاریخي ارزښت وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د دغه ورځې لمانځ غونډې په خورا شور او زوږ سره نه یوازې په افغانستان بلکې د نړۍ په هغه هېوادونو کې چې افغانستان په کې نماینده ګۍ لري هم ولمانځي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین