۰

په پولنډ کې درې افغان پناه غوښتونکي نيول شوي دي

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۳
د پولنډ پوليسو درې کم عمره افغان پناه غوښتونکي نيولي، چې غوښتل يې له قانوني اسنادو پرته د دې هېواد له خاورې جرمني او بلجيم ته واوړي.
په پولنډ کې درې افغان پناه غوښتونکي نيول شوي دي
د پولنډ پوليسو درې کم عمره افغان پناه غوښتونکي نيولي، چې غوښتل يې له قانوني اسنادو پرته د دې هېواد له خاورې جرمني او بلجيم ته واوړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پولنډ د سرحدي پوليسو وياند دروتا کادزيولکا ويلي چې ياد پناه غوښتونکي يې پرون د هېواد جنوبي څنډه کې نیولي.
نوموړي زیاته کړې دغه افغانان یې مهال ونيول چې په يوه ټيلري موټر کې پټ شوي وو.
د نيول شويو کسانو عمرونه، ۱۰، ۱۵، او ۱۷ کاله ښوودل شوي دي.
پولنډ پوليسو ويلي، نيول شوي کسان په پښتو ژبه خبرې کوي او دوی ترې د څېړنو په موخه د پښتو ژبې ترجمان هم ګومارلی دی.
د اسوشټيډ پرس خبري آژانس د راپور پر اساس پولنډي چارواکو ويلي، ډير ژر به افغانستان ته د يادو دريو کسانو د ستنولو يا نه ستنولو په تړاو پريکړه وکړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین