۰
پاول:

ناټو دې په افغانستان کې پر خپل ماموریت له سره کتنه وکړي

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۱
د ناټو د دفاعي چارو مشر جنرال پیتر پاول وايي، په افغانستان کې دې د ناټو د غوڅ ملاتړ پر ماموریت له سره کتنه وشي.
ناټو دې په افغانستان کې پر خپل ماموریت له سره کتنه وکړي
د ناټو د دفاعي چارو مشر جنرال پیتر پاول وايي، په افغانستان کې دې د ناټو د غوڅ ملاتړ پر ماموریت له سره کتنه وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د ناټو سازمان د دفاعي چارو رییسانو پ په یوه غونډه کې کړې دي.
د ناټو د دفاعي چارو ریسانو ویلي، چې په افغانستان کې روان وضعیت ته په کتو باید د ناټو د روان غوڅ ملاتړ پر ماموریت له سره کتنه وشي.
د ناټو د دفاعي چارو مشر جنرال پیتر پاول ویلي چې امریکا او ناټو دې د افغانستان د روان وضعیت د ښه کېدو لپاره پر خپل ماموریت له سره کتنه وکړي.
نوموړی زیاته کړې، چې د ناټو غړي هېوادونه باید پر خپل پلانونو له سره کتنه وکړي، د افغان ځواکونو روزنې ته پام واړوي او د دوی په تجهیز او ملاتړ کې خپله ونډه واخلی.
د هغه په وینا که افغان ځواکونه پیاوړي شي نو په دغه هيواد کې د امن او ثبات راتلل دومره ګران کار نه دی.
یادو چارواکو همدا راز د افغان ځواکونو پر روزنه او تجهیز ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دغو ځواکونو پیاوړتیا کولی شي ترهګري وځپي او افغانستان ته امن راولي.
د ناټو د دفاعي چارو مشر پاول همدا راز د هغو ۱۳ هېوادونو له استازو سره هم کتلي چې په افغانستان کې یې ځواکونه حضور لري.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین