۰
اوباما:

روسیې د پوتین په پیروۍ خصمانه اړیکو ته مخه کړې ده

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۲۴
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د واشنګټن او مسکو تر منځ ښې اړیکې د نړۍ په ګټه دي، خو روسیې د پوتین په پیروۍ دښمنانه اړیکو ته مخه کړې ده.
روسیې د پوتین په پیروۍ خصمانه اړیکو ته مخه کړې ده
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، د واشنګټن او مسکو تر منځ ښې اړیکې د نړۍ په ګټه دي، خو روسیې د پوتین په پیروۍ دښمنانه اړیکو ته مخه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې بارک اوباما چې نن یې د واک وروستۍ ورځ ده دغه څرګندونې تېره ورځ په خپله وروستۍ خبري ناسته کې کړې دي.
نوموړي په روسیه د بندیزو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې امریکا به تر هغه پر روسیې بندیزونه لرې نه کړي چې دغه هېواد په اوکران کې له مداخلې لاس نه وي اخیستی.
د اوباما په باور پر روسیه د اتومي برنامو له امله نه بلکې په اوکراین کې د مداخلې له امله بندیزونه وضع شوي دي.
باید وویل شي، چې د اوباما د ادارې په وروستیو کې د روسیې او امریکا تر منځ اړیکې نورې هم خرابې شوې او اوباما تل په روسیه نیوکې کولې.
ان هغه د خپل حکومت په وروستیو ورځو کې روسی ديپلوماتان له خپلې خاورې و ایستل او په دوو اقدامنو کې یې پر دغه هېواد بندیزونه زیات کړل.
نوموړي ویلي و، چې روسیي هکرانو د پوتین په امر د امریکا په ټاکنو کې لاس وهنه کړې وه، او پر همدې خاطر یې روسي دیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین