۰

اوباما د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره تلېفوني خبرې وکړې

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۱
د ا مريکا ولسمشر بارک اوباما د وروستي ځل لپاره د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې او د دوى له همکاريو څخه يې مننه کړې ده.
اوباما د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره تلېفوني خبرې وکړې
د ا مريکا ولسمشر بارک اوباما د وروستي ځل لپاره د افغانستان ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې او د دوى له همکاريو څخه يې مننه کړې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې له سپينې ماڼۍ نه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه ولسمشر بارک اوباما له افغان ولسمشر اشرف غني او اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټېلېفوني خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د دې اړيکې پر مهال ولسمشر بارک اوباما له افغان مشرانو سره څخه د دواړو هېوادونو تر منځ له دوامدارو همکاريو مننه کړې ده.
خبرپاڼه وايي، اوباما د افغان مشرانو ستاينه کړې، چې له افغانان سره پر خپلو کړو ژمنو عمل کړي او د فساد پر ضد يې مبارزه روانه ساتلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، بارک اوباما له افغان چارواکو غوښتي، چې د ملي يووالي حکومت ادامې، د افغانستان سولې او ثبات لپاره خپلو ګډو هڅو ته ادامه ورکړي.
باید وویل شي، چې د امريکا د ولسمشر په توګه د بارک اوباما دنده نن پاى ته رسېـږي او ټاکل شوې ده، چې نوى منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سبا د لوړې مراسم تر سره او خپله دنده پيل کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین