۰
مودي:

افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یوازې نه پرېږدو

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۵۸
د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ترهګري پر وړاندې مبارزه کې تر څنګ ولاړ دی او یوازې به یې نه پرېږدي.
افغانستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې یوازې نه پرېږدو
د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي وايي، هېواد یې له افغانستان سره د ترهګري پر وړاندې مبارزه کې تر څنګ ولاړ دی او یوازې به یې نه پرېږدي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مودي دغه څرګندونې تېره ورځ د هند په یوه انسټېټیوټ کې د وینا پر مهال کړې او ویلي یې دي، چې ترهګري سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی.
نوموړي ویلي، زیاته کړې، چې هند د یوه پیاوړي ملګري په څېر د ترهګرۍ د دغه شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
ښاغلي مودي له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د پارلمان ودانۍ پرانیستل او د هند افغانستان د دوستۍ بند جوړېدل د دواړو هېوادونو د ښې دوستۍ په مانا ده.
ده زیاته کړې چې هند به د افغانستان په نورو مهمو پراختیایي او اقتصادي پروژو کې مرسته وکړي.
په ورته وخت کې د هند لومړي وزیر په پاکستان غږ وکړ چې که غواړي له هند سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي نو په لومړي ګام کې دې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.
د مودي په وینا پاکستان د ترهګرو صادروونکی هېواد دی چې له همدې ځایه د سیمې هېوادونو ته وسله وال اوړي او نا امنۍ جوړوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین