۰
اسدالله خالد:

آی اېس آی پلان لري د افغان دولت پر ضد نوې لوبه پیل کړي

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۲
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر اسدالله خالد وايي، د پاکستان استخباراتي اداره پلان لري، چې په راتلونکي کال کې د افغان دولت پر ضد نوي ورنکاري فعالیتونه تر سره کړي.
آی اېس آی پلان لري د افغان دولت پر ضد نوې لوبه پیل کړي
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر اسدالله خالد وايي، د پاکستان استخباراتي اداره پلان لري، چې په راتلونکي کال کې د افغان دولت پر ضد نوي ورنکاري فعالیتونه تر سره کړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې خالد زیاته کړې، چې د پاکستان استخباراتي اداره ( آی، اس، ای) پلان لري تر څو د هواد په تودیدو سره افغانستان کې یوه خونړۍ او ډیره خطرناکه نوي لوبه پیل کړي.
نوموړي دغه څرګندونې په هلمند، کندهار او کابل کې وروستیو بریدونو ته په اشاره سره کړي او ویلي یې دي، چې دغه بریدونه تر ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته پلان او جوړ شوی وو.
خالد زیاته کړې، د کندهار د بريد په اړه د دوی معلومات ښيي، چې دغه برید د پآکستان استخباراتو له لوري د طالبانو د کویټي شورا د غړو په نیغه همکارۍ تر سره شوی دی.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت یو بل مخکني رییس، امرالله صالح هم ویلي و، چې دغه بریدونه په پاکستان کې پلان شوي او عملان یې اوس هم هلته آزاد فعالیت کوي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین