۰
امریکايي ژورنالستان:

نور د ټرمپ له خوا توهین او سپکاوی نشو زغملی

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۲۴
امریکايي ژورنالستانو د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې نور په خبري غونډو کې د دغه له خوا توهین او سپکاوی نه شي زغملای.
نور د ټرمپ له خوا توهین او سپکاوی نشو زغملی
امریکايي ژورنالستانو د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی، چې نور په خبري غونډو کې د دغه له خوا توهین او سپکاوی نه شي زغملای.
د جمهور آژانس د خبر له مخې امریکايي ژورنالستانو ټرمپ ته دغه خبردارۍ په یوه پرانیستي لیک کې کړی دی.
د کولمبیا ژورنالیز ریوو خپرونې ایډیټر او خپرونکي کیل پاپ په دې لیک کې ویلي، چې که ته یو ژورنالیست له دې امله چوپ کړې چې خبرې یې ستا نه دي خوښې نو ښايي له توند غبرګون سره مخ شې.
په دې لیک کې ویل شوي«موږ به پر هغو راپورونو چې معنی ولري په شریکه کار وکړو.»
دا لیک ډونالډ ټرمپ ته د هغه له لومړني خبري کنفرانس وروسته لیکل کیږي چې په کې یې د سي. ان. ان خبریال جیم اکوسټا ته د پوښتې کولو وخت ورنه کړ.
ټرمپ هغه یې سپین سترګی وباله او پر سي. ان. ان یې تور پورې کړ چې دده په اړه یې نا تایید شوي راپورونه خپاره کړي.
په دې پرانیستي لیک کې پاپ د رسنیو تر منځ پر یووالي ټینګار کړی او له ټرمپ یې غوښتي چې د امریکايي رسنیو سره دې د خپلې ادارې اړیکې روښانه کړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین