۰

ترافیکي پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي

پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۹
چارواکي وایي، د جلال اباد ـ تورخم لويې لارې په اوږدو کې د موټرو د ټکر له امله شپږ تنه مسافر ټپيان شوي دي.
ترافیکي پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي دي
چارواکي وایي، د جلال اباد ـ تورخم لويې لارې په اوږدو کې د موټرو د ټکر له امله شپږ تنه مسافر ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وایي،، دغه پېښه تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د دويم فارم په سيمه کې د ټيلر، تراکتور او الټو موټرو د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغې پېښې دوه تنه ټپيان د بټي کوټ سيمه ييز روغتون ته وړل شوي او څلور نور يې د ننګرهار عامې روغتيا روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال وايي، د ټپيانو درملنه يې پيل کړې ده، خو د دوو تنو روغتيايي وضيعت د اندېښنې وړ دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، پېښه د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
جمهورآژانس:ننګرهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین