۰
امریکا کې افغان سفیر:

له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د ټرمپ د اجنډا سر کې وي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۳
په امريکا کې د افغانستان سفير وايي له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت د اجنډا په سر کې وي.
له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د ټرمپ د اجنډا سر کې وي
په امريکا کې د افغانستان سفير وايي له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت د اجنډا په سر کې وي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې حمدالله محب زیاته کړې، چې افغانستان او امريکا ګډې ګټې لري او په همدې تړاو یې له امريکايي ديپلوماټانو او د راتلونکي نوي امريکايي حکومت له نږدې کسانو سره يې ليدلي.
د محب په خبره کله چې نوی حکومت چارې سمبال کړي، نو هغوی به لومړی د افغانستان په اړه ارزونه کوي او له هغه وروسته به خپل دریځ روښانه کوي.
که څه هم تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا نوى حکومت به د افغانستان په اړه څه ډول تګلاره ولري خو افغان سفیر وايي، تر کومه چې دى معلومات لري او له امريکايي چارواکو يې اورېدلي، له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري به د نوي امريکايي حکومت د اجنډا په سر کې وي.
د محب په وينا، له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي همکاري د افغانستان او امريکا د پياوړو اړيکو لپاره ډېرې مهم دي.
په واشنګټن کې د افغانستان سفير وايي، د نړۍ له ٩٨ ترهګرو ډلو څخه يې ٢٠ ډلې د افغانستان او پاکستان په ګډه سيمه کې فعاليت کوي ، دغو ډلو ته د ماتې ورکولو لپاره د امريکا او افغانستان ګډه همکاري تر بل هر وخته اوس ډېره اړينه ده.
دا چې د امريکا راتلونکى حکومت به د افغانستان او پاکستان د اړيکو د پياوړي او ښه کولو لپاره کار وکړي په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې محب وويل چې په دې اړه څه نه شي ويلى، خو هيله يې څرګنده کړه چې نوى حکومت به په دې برخه کې مثبت اقدامات وکړي.
د هغه په وينا، د امريکا نوى حکومت بايد پر دې کار وکړي چې پاکستان د ښو او بدو ترهګرو ترمنځ توپير ونه کړي او د دوى خوندي ځالې له منځه يوسي.
محب زیاتوي«امريکا پر پاکستان ډېر نفوذ لري ، هيله لرو چې نوى حکومت به له خپل نفوذ څخه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي ، چې دا کار به په پاک- افغان سيمه کې د امريکا او افغانستان ګډو موخو سره چې سوله او ثبات ده، همکاري هم وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا جمهوري پال ګوند مخکښ غړي ټام ریچ هم ویلي، چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د امریکا پر بهرني سیاست له سره غور کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره به د افغانستان او پاکستان پر وړاندې پر خپل بهرني سیاست له سره غور وکړي.
د هغه په وینا پاکستان او افغانستان د امریکا لپاره مهم دي نو ټرمپ به یې پر وړاندې پر خپلو پالسیو کتنه کوي او موخه به یې دا وي چې په سیمه کې نا امنۍ او ترهګري له منځه ولاړه شي.
نوموړي ټینګار یې کړی چې حالت به داسې دوام و نه کړي لکه روان چې دی، بلکې په وینا یې ټرمپ په امنیتي ادارو کې داسې کسان مسوولان ټاکلي چې د افغانستان د جګړې په اړه پوره معلومات او په دغه جګړه کې اوږده تجربه لري.
ټام ریچ زیاته کړې، یاد کسان د افغانستان د جګړې او نا امنۍ په اړه جدي دریځ ولري او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر پاکستان پوره فشار راوړي.
جمهور آژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین