۰
ټام ریچ:

ټرمپ به د امریکا پر بهرني سیاست له سره کتنه کوي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۲۲
د امریکا جمهوري پال ګوند مخکښ غړي ټام ریچ وايي، د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د امریکا پر بهرني سیاست له سره غور کوي.
ټرمپ به د امریکا پر بهرني سیاست له سره کتنه کوي
د امریکا جمهوري پال ګوند مخکښ غړي ټام ریچ وايي، د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د امریکا پر بهرني سیاست له سره غور کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ټام ریچ دغه څرګندونې له رسنیو ته په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې ټرمپ به د امریکا د ټول بهرني سیاست په اړه له سره غور کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ټرمپ اداره به د افغانستان او پاکستان پر وړاندې پر خپل بهرني سیاست له سره غور وکړي.
د هغه په وینا پاکستان او افغانستان د امریکا لپاره مهم دي نو ټرمپ به یې پر وړاندې پر خپلو پالسیو کتنه کوي او موخه به یې دا وي چې په سیمه کې نا امنۍ او ترهګري له منځه ولاړه شي.
نوموړي ټینګار یې کړی چې حالت به داسې دوام و نه کړي لکه روان چې دی، بلکې په وینا یې ټرمپ په امنیتي ادارو کې داسې کسان مسوولان ټاکلي چې د افغانستان د جګړې په اړه پوره معلومات او په دغه جګړه کې اوږده تجربه لري.
ټام ریچ زیاته کړې، یاد کسان د افغانستان د جګړې او نا امنۍ په اړه جدي دریځ ولري او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر پاکستان پوره فشار راوړي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین