۰

ترکیه کې د پوځ د ۲۴۳ غړو د نیولو امر شوی

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۷
ترکي رسنۍ وايي، د ترکیې قضايي چارواکو د دغه هېواد د پوځ د ۲۴۳ غړو د نیولو امر صادر کړی دی.
ترکیه کې د پوځ د ۲۴۳ غړو د نیولو امر شوی
ترکي رسنۍ وايي، د ترکیې قضايي چارواکو د دغه هېواد د پوځ د ۲۴۳ غړو د نیولو امر صادر کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پر دغه کسانو، چې په ۵۴ بېلو سیمو کې یې دنده درلوده، تور دی، چې د تېر کال میلادي د جولای په کودتا کې یې لاس درلود.
د ترکیې د دولتي خبري آژانس انادولي د راپور له مخې، تر اوسه هم د ترکیې د کودتا په تړاو د شکمنو کسانو نېول لا هم روان دي.
د ترکیې قضايي چارواکي وايي، دغو کسانو له ځانګړي اپلکشن چې یوازې د ګولن کسان یې کاروي او بای لاک نومېږي په خپلو موبایلونو کې کار اخیستی دی.
د ترکیې حکومت په پر له پسې توګه ګولن د ترکیې په وروستۍ کودتا کې ښکیل بللی دی خو ګولن بیا دا تورونه رد کړي دي.
باید و ویل شي، چې په ترکیه کې د ناکامې کودتا تر سره کېدو وروسته د پوځ لسګونه غړي ونیول شول.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین