۰
ملي امنیت:

په خوست کې د حقاني شبکې دوه ډلې نیول شوې دي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۲
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دې ریاست منسوبینو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې دوه وسله والې ډلې نیولې دي.
په خوست کې د حقاني شبکې دوه ډلې نیول شوې دي
د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د دې ریاست منسوبینو په خوست ولایت کې د حقاني شبکې دوه وسله والې ډلې نیولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت د نیول شویو کسانو د وخت په اړه څه نه دي ویلي، خو وایي دغه وسله وال د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.
د ملي امنیت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه وسله والو شمېر ۳۱ تنه ښودل شوی دی، چې په وینا یې د حقاني شبکې غړي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د خوست ولایت په مرکز او اړوند سیمو کې په ورانکارو فعالیتونو بوخت وو.
خبرپاڼې کې ویل شوي، چې له دغو کسانو سره یو شمېر وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې هم په دې ولایت کې د حقاني شبکې دوه تنه غړي نیول شوي وو.
دغې وسله والې ډلې په هکله لا تر اوسه څه ویلي نه دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین