۰

د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته د همکاريو ډاډ ورکړ

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۲۰
د کرکـټ د نړيوالې شورا چارواکو د افغانستان کرکټ بورډ ته په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ډاډ ورکړی دی.
د کرکټ نړيوالې شورا افغانستان ته د همکاريو ډاډ ورکړ
د کرکـټ د نړيوالې شورا چارواکو د افغانستان کرکټ بورډ ته په بېلا بېلو برخو کې د همکاريو ډاډ ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د کرکټ د نړيوال شورا مرکزي دفتر کې د دغه شورا له مسوولينو سره وليدل.
د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک وايي، په دې ناسته کېد افغانستان د کرکـټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل او اجراييوي رييس شفيق الله ستانکزي، د نړيوالې شورا اجراييوي رييس، د پرمختيايي چارو، لوړو مهارتونو، عملياتي او مالي څانګو مسوولينو برخه اخيستې وه.
نوموړى وايي چې د کرکټ نړېوالې شورا مشرتابه د کرکټ بورډ نوي عمومي رييس ته د افغان لوبډلې د وروستيو برياو مبارکي و ويله او د کرکټ بورډ رهبرۍ ته يې د همکاريو ډاډ ورکړ .
د نوموړي په وینا د کرکټ د نړيوالې شورا اجراييوي رييس ډېوېډ و ويل چې د افغانستان لوبډله ښه پرمخ روانه ده، ښې لاسته راوړنې لري او بايد تداوم په پام کې ونيول شي.
دی زیاتوي، چې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل خپل نوي پروګرامونه او پلانونه د کرکټ د نړيوالې شورا له مشرانو سره شريک کړل چی د کرکټ نړيوالې شورا غړو له لوري يې هرکلی وشو.
مشعل د کرکټ د نړيوالې شورا له همکاريو مننه وکړه او هغوی ته يې د افغانستان کرکټ بورډ د خپلواکۍ ډاډ ورکړ.
نوموړي دغه راز په افغانستان کې د کرکټ د پرمختګونو او بېلابېلو برخو ترڅنګ د زېربناوو په اړه هم له هغوى سره خپل معلومات شريک کړل او د لازياتو همکاريو غوښتنه يې وکړه.
د کرکټ بورډ عمومي رييس عاطف مشعل د کرکټ له نړيوالې شورا څخه د بشپړ غړيتوب، د فرسټ کلاس غړيتوب، په پرمختيايي ، د کارکوونکو روزلو او له نړيوالو لوبډلو سره د لوبو د برابرولو په برخو کې د همکاريو غوښتنه وکړه.
د کرکټ د نړيوالې شورا مسوولينو د افغانستان کرکټ بورډ د نوي عمومي رييس ته د لازمو همکاريو ډاډ ورکړ .
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین