۰

سرتاج عزیز وايي، د افغانستان د سولې پر وړاندې امريکا خنډ ده

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۶
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي په افغانستان کې د سولې مخه امریکا نیولې ده.
سرتاج عزیز وايي، د افغانستان د سولې پر وړاندې امريکا خنډ ده
د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وايي په افغانستان کې د سولې مخه امریکا نیولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې سرتاج عزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، کله چي اشرف غني ولسمشر شو له اسلام اباده يې دا تمه درلوده، چي طالبان به د خبرو مېز ته راکش کړي، خو په وینا یې رښتا دا
نوموړي زیاته کړې«رښتيا دا ده چي موږ پر دې ډله دومره نفوذ نه لرو، خو د دې سره سره موږ وتوانېدو چي تر شپږو مياشتو وروسته د افغان دولت او طالبانو تر منځ يوه غونډه رامنځته کړو. کله چي د دې خبرو اترو د دوهم پړاو وخت او ځای هم وټاکل شو، د افغانستان سولي دښمنانو د ملا محمدعمر د مرګ خبر راپورته کړ او د سولي خبري وځنډېدې»
ده، چې پاکستان پر دې ډله دومره نفوذ نه لري.
نوموړي زیاته کړې«رښتيا دا ده چي موږ پر دې ډله دومره نفوذ نه لرو، خو د دې سره سره موږ وتوانېدو چي تر شپږو مياشتو وروسته د افغان دولت او طالبانو تر منځ يوه غونډه رامنځته کړو. کله چي د دې خبرو اترو د دوهم پړاو وخت او ځای هم وټاکل شو، د افغانستان سولي دښمنانو د ملا محمدعمر د مرګ خبر راپورته کړ او د سولي خبري وځنډېدې»
سرتاج عزیز وايي تر دې وروسته د ملا منصور په نوم د طالبانو نوې ډله رامنځ ته شوه، چي په وینا یې کله چې د منصور تر مشرۍ لاندي طالبانو سره د سولې خبرو پرمختګ وکړ، امريکا ملا منصور و واژه او ټولې هڅې يې بې پايلې کړې.
د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار ادعا کوي، چې افغان دولت او طالبان نه شي کولای دا پرېکړه وکړي چې سوله وکړي او که جګړه.
سرتاج عزیز ویلي، چې په افغانستان کې وسله والې ډلې هغه وخت له منځه تللای شي چې په وینا یې افغان دولت د روانو حالاتو مسئوليت پر خپله غاړه واخلي.
سرتاج عزیر دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا و ویل، چې پاکستان د
نوموړي زیاته کړې وه، چې د سولې عالي شورا په تېرو دوه کلونو کې د طالب مشرانو سره ځکه په اړیکه نیولو نه دي بریالي شوی، چې په وینا یې د طالبانو مشرتابه تر پوله پورې غاړې د پاکستان د استخباراتي ادارې تر واک لاندې دي، او دا د دې لامل شوې، چې افغان حکومت له طالبانو سره اړیکه ونه شي نیولي.
افغان سولې پر وړاندې اصلي خنډ دی.
د سولې عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار په خپلو وروستیو خبرو کې ویلي و، پاکستان له افغان حکومت سره د طالب مشرانو د اړیکو نیولو اصلي خنډ دی.
نوموړي زیاته کړې وه، چې د سولې عالي شورا په تېرو دوه کلونو کې د طالب مشرانو سره ځکه په اړیکه نیولو نه دي بریالي شوی، چې په وینا یې د طالبانو مشرتابه تر پوله پورې غاړې د پاکستان د استخباراتي ادارې تر واک لاندې دي، او دا د دې لامل شوې، چې افغان حکومت له طالبانو سره اړیکه ونه شي نیولي.
باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم افغان چارواکو په وار وار ویلي، هغه طالب مشران چې غواړي له افغان حکومت د سولې خبرې وکړي او اړیکه ورسره ونیسي، د پاکستان له خوا نیول کېږي.
د افغان چارواکو په خبره کله چې د طالبانو دوهم لوړپوړي مشر ملا عبدالغني برادر چې د ملا محمد عمر نېږدې کس و وغوښتل، له افغان حکومت سره د سولې په تړاو اړیکه ونیسي، د پاکستان له خوا ونیول شو، چې لا هم په زندان کې دی.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین