۰
سپینه ماڼۍ:

د کانګریس د ځینو غړیو د مخالفت له وجې ګونتانامو ونه تړل شو

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۰
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره چې د ګوانتانامو زندان د تړولو ژمنه یې کړې وه، وايي، د کانګریس د ځینو غړیو د مخالفت له وجې ګونتانامو ونه تړل شو.
د کانګریس د ځینو غړیو د مخالفت له وجې ګونتانامو ونه تړل شو
د امریکا د ولسمشر بارک اوباما اداره چې د ګوانتانامو زندان د تړولو ژمنه یې کړې وه، وايي، د کانګریس د ځینو غړیو د مخالفت له وجې ګونتانامو ونه تړل شو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د سپینې ماڼۍ ویاند ویاند جاش انرست تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د کانګریس غړیو د ګوانتانامو د زندان سره سیاسي چلن کاوه.
نوموړي زیاته کړې، چې د ګوانتانامو نه تړل دا معنی نلری چې د تړلو کوښښ یې ندی شوی، بلکې په وینا یې د کانګریس د ځینو غړیو د مخالفت له وجې ګونتانامو ونه تړل شو.
کانګریس د ولسمشر اوباما په ادارې دا شرط ایښی و چې د ګوانتانامو د زندان په هکله د هرې پریکړې لپاره دې هغوي ته دیرش ورځې وړاندې اطلاع ورکړي.
د اوباما ادارې په دې ټینګار کړی، چې د واکمنۍ تر وروستیو ورځو پورې یې نیت درلود چې د ګوانتانامو زندان به تړي، خو اوس یې د وخت د کمښت له امله نه شي تړلی.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ له دغه زندان څخه لس تنه بندیان عمان ته ولېږدول شول او اوس مهال په دغه زندان کې یوازې ۴۲ زندانیان پاتې دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین