۰

IOM د افغان کډوالو د ثبت د سیسټم پر جوړولو غور کوي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۵
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM د افغانستان له حکومت سره د افغان کډوالو د ثبت د سیسټم پر جوړولو غور کوي.
IOM د افغان کډوالو د ثبت د سیسټم پر جوړولو غور کوي
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د کډوالو نړیوال سازمان یا IOM د افغانستان له حکومت سره د افغان کډوالو د ثبت د سیسټم پر جوړولو غور کوي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې اړه د دې سازمان مشر لارنس هارت پرون سې شنبې په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له یو شمېر چارواکو خبرې کړې دي.
سرچینه د ښاغلي لارنس له قوله زیاتوي، چې په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت هم بحث کړی دی.
د مهاجرت نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د پېل په لومړۍ اونې کې تر شپاړس سوه زیات افغان مهاجر له پاکستان او تر ۷۷۰۰ زیات افغان مهاجر له ایرانه ایستل شوي دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین