۰

د سکاټلنډ یارډ پولیس د کندهار د پېښې څېړلو له پاره راغلي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۲
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د والي پر مېلمستون د شوي برید د پلټونو لپاره د سکاټلنډ یارډ پولیس دغه ولایت ته رسېدلي.
د سکاټلنډ یارډ پولیس د کندهار د پېښې څېړلو له پاره راغلي
د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د والي پر مېلمستون د شوي برید د پلټونو لپاره د سکاټلنډ یارډ پولیس دغه ولایت ته رسېدلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د سه شبنې په ماښام وویل، چې دغه پلټونکې ډله کندهار ته رسېدلې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د سکاټلنډ یارډ په نوم د بریتانیې د پوليسو په ګډون د متحده عربي اماراتو دوهم تحقیقاتي پلاوی هم د کندهار د والي پر مېلمستون دحملې د تحقیق لپاره دغه ولایت ته رسېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یو بل پلاوی چې مشري يې د ولسمشر سلاکار داود ګلرزار کوي لا هم د پېښې په پلټنه بوخت دي.
دغه پلاوي یوازي په لومړنیو معلوماتو کې ویلي چې دغه حمله د پاکستان د کوټې ښار په یوه دیني مدرسه کې پلان شوې وه.
په دغه برید کې د مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یما قریشي او د محتده عربي اماراتو د پنځو دیپلوماتانو په ګډون ۱۱ تنه په کې و وژل شول او د غه کندهار د والي ډاکتر همایون عزیزي او اماراتو د سفیر په ګډون ۱۶ تنه په کې ټپیان شول.
جمهورآژانس:کندهار
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین