۰
رباني:

د کندهار د پېښې ټول معلومات له اماراتو سره شریکوو

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۵
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، په کندهار کې د وروستۍ پېښې چې په عرب دیپلوماتان هم په کې و وژل شول، ټول معلومات له متحده عربي اماراتو سره شریکوي.
د کندهار د پېښې ټول معلومات له اماراتو سره شریکوو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وايي، په کندهار کې د وروستۍ پېښې چې په عرب دیپلوماتان هم په کې و وژل شول، ټول معلومات له متحده عربي اماراتو سره شریکوي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې رباني د یوه افغان پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی څو د دغه هیواد له ملت او حکومت سره د دوی د دیپلوماتانو د وژل کېدو په خاطر غمرازي وکړي.
نوموړي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بن زاید ال نهیان ته ویلي، چې د کندهار د پېښې په اړه جدي څېړنې کېږي او له امارات سره یې بشپړ جزییات شریکوي.
ښاغلي رباني په دغه لیدنه کې وویل، افغانان له ډېرو کلونو راهیسي د ترهګرۍ او سختدریځۍ قربانیان دي ځکه د اماراتیانو درد احساسولی شي.
باید وویل شي، چې د کندهار په چاودنه کې د دغه ولایت مرستیال والي عبدالعلي شمسي، یما کرزی، هاشم کرزی او د ۵ اماراتي دیپلوماتانو په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا برید کوټې ښار ته په غځېدلې لاره کې په کندهاري مدرسه کې پلان شوی و.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین