۰

حزب اسلامي وايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخلي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۱۷
حزب اسلامي وايي، ژر ده، چې د دغه حزب مشر حکمتیار په کابل کې را څرګند شي او یاد حزب به په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
حزب اسلامي وايي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخلي
حزب اسلامي وايي، ژر ده، چې د دغه حزب مشر حکمتیار په کابل کې را څرګند شي او یاد حزب به په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې تېره ورځ د حزب اسلامي یوه غړي او د مرکچي پلاوي مشر امین کریم په یوه خبري غونډه کې ویلي، حزب اسلامي به په راتلونکې کې د هېواد په سیاسي بهیر کې پراخه ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې حزب اسلامي به هم په پارلماني او هم ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون کوي او له دې بهیر به جدي څارنه کوي.
هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به هرو مرو د حزب اسلامي په استازیتوب یو څوک ګډون کوي او دوی ولسواکۍ ته ژمن دي.
د حزب اسلامي یاد غړي همدا راز د فرانسې او روسیې د وروستیو څرګندونو په اړه ویلي، چې دغه څرګندونې په رسمي توګه نه دي شوې او له حزب اسلامي د بندیزونو د لرې کولو لړۍ روانه ده.
نوموړي همدا راز کابل ته د حکمتیار راتګ په تړون پورې مربوط نه دی بللی، بلکې ویلي یې دي چې د ځای او لوژستیک له اړخه ځينې ستونزې دي همدا چې هغه لرې شي نو د یاد حزب مشر ګلبدین حکمتیار به کابل ته راشي.
باید وویل شي، چې وړمه ورځ امین کریم دا هم ویلي و، چې په نېږدې راتلونکي کې به د حزب اسلامي ۱۰۰ تنه بندیان هم له زندان څخه آزاد شي.
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین