۰

نایجریا کې د بې ځایه شویو خلکو پر یو کمپ په بمبار کې ۱۰۰ تنه وژل شوي

چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۰۱
په نایجریا کې د بې ځایه شویو خلکو پر یو کمپ باندې د دې هېواد د یوې جت الوتکې په بمبارۍ کړی او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
نایجریا کې د بې ځایه شویو خلکو پر یو کمپ په بمبار کې ۱۰۰ تنه وژل شوي
په نایجریا کې د بې ځایه شویو خلکو پر یو کمپ باندې د دې هېواد د یوې جت الوتکې په بمبارۍ کړی او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د نایجریا یو پوځي مقام ویلي چې اصلي هدف د بوکو حرام سخت دریځي وو، خو په خطا کې یې پر دغه کمپ بمبار کړی.
د نایجریا یو پوځي جنرال لکي ایربور، د اسوشیتید پرس اژانس ته تائید کړې ده چې دغه بمباري د د کمرون سرحد ته نژدې د "ران" په نامه سیمه کې شوی ده.
چارواکي او عیني شاهدان وايي، په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۰۰ کس وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
جنرال ایربور ویلي، د ټپیانو په ډله دوه نایجریایي سرتېري او د دې هیواد یو شمیر وګړي چې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې ته یې کار کاوه شامل دي.
په ورته وخت کې د بې سرحده ډاکترانو مقاماتو ویلي دي چې د ٥٠ قربانیانو مړي یې لیدلي دي او تر اوسه یې ١٢٠ ټپیان تداوي کړي دي.
د بې سرحده ډاکترانو د ټولنې عملیاتي رئیس ژان کلیمنت کابرول، په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر هغو خلکو باندې حمله چې د مخه له سخت تاوتریخوالي نه تښتیدلي دي بوږنونکې او د منلو نه دي.
جمهورآژانس:کابل
نام شما

آدرس ايميل شما
نظر شما *

پربازدیدترین